د کندهار ولایت د یوه ښوونځي زدهکوونکو د رياضي په نړۍوالو سیالیو کې مډالونه وګټل
د کندهار ولایت د شاه حسین هوتک افغان ـ ترک لېسې ۳۹ تنو ممتازه زدهکوونکو د ۲۰۲۶ میلادي کال د رياضي په نړۍوالو سیالیو کې چې د ټایوان هېواد په کوربهتوب ترسره شوې، د پام وړ بریاوې ترلاسه او په پايله کې يې د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه وګټل.
په دغو سیالیو کې ۳زدهکوونکو د سرو زرو، ۱۶ زدهکوونکو د سپینو زرو او ۲۰ زدهکوونکو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
همدارنګه د يادو زدهکوونکو د بریاوو د ستاینې او هڅونې په موخه جوړو شويو مراسمو کې د کندهار ولایت پوهنې مسوولینو، د ښوونځیو آمرینو او یو شمېر ښوونکو ګډون کړی و او د زدهکوونکو دغه نړۍواله لاسته راوړنه یې د ملک د پوهنیز نظام لپاره یو ویاړلی ګام وباله.
دغه راز ګډونوالو د پورته ذکر شويو زدهکوونکو له هڅو، زحمتونو او علمي وړتیاوو ستاینه او قدرداني هم وکړه.
