په جوزجان کې ۳ ښوونځیو ته ښوونیز وسایل او تجهیزات ووېشل شول
د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار سربېره د فیضآباد او آقچې ولسوالیو ۳ ښوونځیو ته پنځه قلمه ښوونیز وسایل او تجهیزات د ۷۷۱ زره او ۵۱۱ افغانیو په ارزښت ووېشل شول.
یاد وسایل او تجهیزات چې د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته برابر شوي وو، په کې۱۴۰ پایې مېزونه او څوکۍ، ۳۰ تختې تخته پاکوونکي او مارکرونه شامل دي.
