په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۱۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو، د سیمې د مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ پنځه درسي ټولګي او یو لوی دهلېز لري، چې په جوړېدو سره یې لسګونو زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسبه زمینه برابره شوې ده.
