د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې یوه مدرسه پرانیستل شوه
د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ «سرخزمین میانکاوک» کلي کلیوالي لومړنۍ دیني مدرسه د پوهنې وزارت له لوري پرانیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایتالله سهار د دیني او ساینسي علومو د زدهکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل:« د پوهنې وزارت مسوولین هڅه کوي چې د ملک په لېرې پرتو او محرومو سیمو کې د زدهکړو زمینه برابره کړي، ترڅو د هېواد بچیان ښوونیزو اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.»
