د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په شمول د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

media-moe
Sun, Nov 01 2026 2:39 PM
65565

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ښار په ګډون د ملک د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره د قرآن کریم د حفظ، تجوید او قرائت په برخو کې د مسلکي وړتیاوو لوړولو څلور ورځنۍ علمي او روزنیزه برنامه پرانیستل شوه.
د یادې برنامې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغې روزنیزې برنامې پر اهمیت، اړتیا او اساسي موخو خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې هیله وښودله، چې د يادې برنامې په پایله کې به د مدرسینو علمي غړي د قرآن کریم د حفظ، تجوید او قرائت په برخو کې خپلې علمي او مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي او د دې جوګه به شي، چې قرآن کریم په سمه او معیاري توګه زده او نورو ته یې هم وروښيي.
ورپسې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو لوی رئیس محترم مفتي محمدیوسف ثاقب په خپله وینا کې قرآن کریم د بشریت د لارښوونې او هدایت ستر الهي کتاب وباله او ویې ویل: «لازمه ده چې دا عظیم کتاب په صحیح تجوید، قرائت، لفظ او معنا سره زده کړو؛ ځکه د قرآن کریم د حق ادا کول د هغه په سم لوستلو، پوهېدلو او نورو ته په سمه توګه ورزده کولو پورې تړاو لري.»
نوموړي زیاته کړه، د قرآن کریم د سمې زده کړې او د هغه د لارښوونو د انتقال په برخه کې د دیني مدرسو د علمي غړو مسوولیت خورا دروند دی او اړینه ده چې دغه سپېڅلی کتاب لومړی په سمه توګه زده او بیا یې نورو ته په صحیح او اصولي ډول ورزده کړي.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د استعدادونو د ارزونې رئیس محترم مفتي عبدالولي سداد، د قرآن کریم د زده کړې او نورو ته د ورزده کولو پر فضیلت خبرې وکړې او ویې ویل چې د قرآن کریم زده کړه او ښوونه د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ او بریا له مهمو بنسټونو څخه دي او د دیني زده کړو د کیفیت لوړولو په برخه کې یې د دغه شان علمي او روزنیزو برنامو جوړول مهم وبلل.
د یادونې وړ ده چې دغه څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه د مدرسینو د علمي غړو د مسلکي وړتيا لوړولو، د قرآن کریم د صحيح حفظ، تجوید او قرائت د اصولو د لا ښې زده کړې او په دیني ښوونه او روزنه کې د معیاري تدریس د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.

Latest news

Sun, Oct 18 2026 2:25 PM
Background image

Minister of Education and Accompanying Delegation Visit the Directorate of Standardized Examinations and Educational Outcomes Assessment

The Minister of Education, the Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, accompanied by the Deputy Minister for Islamic Education, the Honorable Karamatullah Akhundzada, and the Deputy. . .

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS