د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو
د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او د یادو پروژو فزیکي پرمختګ او عمومي وضعیت یې وارزاوه.
همدارنګه، مسوولینو او د څارنې انجنیرانو ته لارښوونه وشوه، چې تر کار لاندې پروژې د قرارداد له شرایطو سره سم، د ملک اقلیمي وضعیت ته په پام سره، د سړې هوا له رارسېدو مخکې په لوړ کیفیت بشپړې کړي.
