د نیکمرغه کوچني اختر د راسېدو په مناسبت د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي د مبارکۍ پیغام

media-moe
Tue, Jun 04 2019 7:00 AM
د نیکمرغه کوچني اختر د راسېدو په مناسبت د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي د مبارکۍ پیغام

خوښ یم، چې د نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو او د دغه سپیڅلې ورځې په ویاړ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رهبرۍ هیئت، د معارف لويي کورنۍ او دافغانستان سر لوړِي اوستر ملت ته خپل د زړه له کومي مبارکي وایم.
کوچنی اختر د ښه نیت اخلاص، ریښتینولۍ، ژمنې ته د وفادارۍ او پیوستون نښه ده چې مسلمانان وروسته له یوې میاشتې ریاضت او ریښتینې بنده ګۍ دا فرصت په لاس راوړي چې خوښي وکړي او دپاک الله د نعمتونو شکر اد‌أ کړي.
هیله من یم، چې د معنویت په دې پسرلي کې د افغانستان د خلکو په منځ کې د عقلانیت او اعتدال او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې د برابرۍ او ورورګلوۍ د ټینګیدو او تقویه کیدو شاهدان و اوسو نن ورځ په زرګونو ځوانان او ماشومان د زده کړې له خدماتو څخه لرې پاتې شوې دي، چې لامل یې یواځې د دوی په سیمو کې د جګړې او امنیت نشتوالی دی دا حالت د دې لامل شوی، چې علم او پوهه ونه توانیږي ترڅو په جهل او نادانۍ باندې برلاسې شي او د افغانستان دځوانانو د راتلونکي ژوند مسیر له تورو تیارو څخه د خوشبختۍ د رڼا ګانو په لور رهنمايي کړي هیله من یم، چې د روژې د مبارکې میاشتې او کوچنې اختر د را رسیدو په برکت د جګړې ښکیل لوري په دې خبره سره صلاح شي، چې نور په هیواد کې د وژنو خبرابیدو او تباهۍ شاهدان ونه اوسو.
یو ځل بیا د کوچني اختر د را رسیدو په ویاړ تاسو ته مبارکي وایم او د بښوونکي رب له دربار څخه هیله من یم چې دغه نیکمرغه ورځې زموږ هیوادوالو ته دخوشحالۍ او سوکالۍ څخه ډکې ورګرځوي او زموږ ګران هیواد افغانستان یوې دایمي سولې او سراسري ثبات ته ورسوي.

په درنښت
ډاکټر محمد میرویس بلخي
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS