د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

media-moe
Thu, Oct 08 2026 12:31 PM
521521

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې ریاست له یو شمېر آمرینو سره وکتل.
په دې ناسته کې د بادغیس پوهنې رئیس له پلاوي سره د هر اړخیزې همکارۍ او د هغوی د کاري پروګرامونو د ښه پلي کېدو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.
د کارکوونکو چارو لوی رئیس د خپل سفر موخه، د خالي بستونو کتنه، په ټاکلي وخت د وړ کسانو ګمارنه، په دغه ولایت کې د ښوونکو د ګمارنې لارښود د اغېزمنتیا ارزونه او له ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه او ارزونه وبلله.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS