د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

media-moe
Tue, Oct 06 2026 2:54 PM
7

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، ستر سلاکار محترم مولوي عبدالقیوم آغا «پاچاصاحب»، د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د اړوندو ولایتونو پوهنې رئیسانو، د ننګرهار ولایت د علماوو شورا رئیس او ګڼ شمېر مسوولینو او علما‌ءکرامو ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو لوی رئیس محترم مفتي محمدیوسف ثاقب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مدارسو او دارالحفاظونو مهتممینو ته په خطاب کې وویل: « د مدارسو د کیفیت لوړولو په برخه کې یوازې موږ مسوول نه یو، بلکې تاسې هم باید خپلې مشورې له موږ سره شریکې کړئ.»
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې مدرسه د فکري جوړښت په رامنځته کولو کې اساسي رول لري او له ټولو مهتممینو یې وغوښتل چې د طلابو فکري برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده د مدآرسو او دارالحفاظونو د مهمو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د پوهنې وزارت د ښوونیزو بنسټونو پیاوړتیا ته په بشپړه توګه ژمن دی. موږ په هغو سیمو کې هم ښوونیز بنسټونه جوړ کړي، چې په خپل تاریخ کې یې د داسې ښوونیزو بنسټونو بېلګه نه وه لیدلې؛ لکه په بدخشان پامیر کې د ښوونیزو بنسټونو جوړول او نور...»
د پوهنې وزارت معین، د مدارسو او دارالحفاظونو د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه لاندې مهم معلومات وړاندې کړل:
* په مدارسو او دارالحفاظونو کې ۹۲ زره استادانو ته معاش ورکول کېږي.
* په مدارسو او دارالحفاظونو کې ۳۶ لکه طلاب العلم په زده‌کړو بوخت دي.
* د رهبرۍ د شفقت او همدردۍ پر بنسټ، په ټول ملک کې د ۵۰۰ مدارسو لپاره د لیلیې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
* په ټول ملک کې د مدارسو له طلابو څخه ګډې ازموینې په معیاري او روڼ ډول اخیستل کېږي.
* د علمي سیالیو جوړول او یو شمېر نور مهم فعالیتونه هم ترسره شوي دي.
همدارنګه د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل د مدیریت او نظم په اړه وینا وکړه.
 نوموړي اداره او نظم د شرعي نصوصو په رڼا کې تشرېح کړل او د نظم او مدیریت پر اهمیت یې هم په تفصیل سره خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت معین، د سیرت او تاریخي واقعیتونو په استناد سره د ناستې ګډونوالو ته اغېزمنې بېلګې وړاندې کړې.
په ورته مهال د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس محترم مفتي عبدالولي سداد د نصاب، مسوولیتونو او مکلفیتونو د اهمیت په اړه وینا وکړه.
نوموړي د مهتممینو د دندو لایحه او د پلان اهمیت بیان کړ او د هغو پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ. 
د استعدادونو د ارزونې رئیس، په خپلو خبرو کې د نظم په اړه وویل چې که نظم ګډوډ شي، بې‌کیفيتي رامنځته کېږي او زیاته یې کړه چې استاد باید زده‌کوونکي د بېلابېلو علومو زده‌کړې ته وهڅوي؛ ځکه اوسنۍ نړۍ د عصري علومو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او اوسنی نظام د دیني علومو ترڅنګ ساینسي علومو ته هم جدي اړتیا لري.
یو شمېر نورو علماءکرامو هم د دغې ناستې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
په پای کې دغه پرتمینه ناسته د پوهنې وزارت د ستر سلاکار محترم مولوي عبدالقیوم آغا «پاچاصاحب» له لوري په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS