د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

media-moe
Sat, Oct 03 2026 9:51 AM
ظطزظط

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو فعالیتونو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد ریاست څارنیز ټیم د کابل ښار د تعلیمي حوزو له دعوت او ارشاد مدرسینو سره د څارنې په برخه کې د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې او له اړوندو تعلیمي مرکزونو څخه یې هم لیدنه وکړه. 
همدارنګه، د څېړنو، نتایجو او شهادتنامو او کارکوونکو چارو له رئیسانو او د کابل ښار د ۱۲ تعلیمي حوزو له آمرینو سره ګډه ناسته وشوه، چې پکې د فعالیتونو د ښه تنظیم، د ستونزو د حل او د چارو چټکتیا او اغېزمنتیا په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
په ورته مهال د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د دعوت او ارشاد نصاب د پوهنې کارکوونکو لپاره په منظم ډول تدریس شوی، اصلاحي او تربیوي بیانونه وړاندې شوي او د لمانځه د الفاظو د سمون، سیرت او صورت په اړه لازمې لارښوونې شوې دي.
دغه راز، له ۱۱۷ ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه شوې، د نصاب د تدریس لپاره مبلغین ټاکل شوي او د حجاب، نه اختلاط، یونیفورم، سیرت او صورت، لمانځه، جماعت او د نصاب د تطبیق په اړه سپارښتنې شوې دي.
په ورته وخت کې د ولایتونو د دعوت او ارشاد مسوولینو د پوهنې کارکوونکو لپاره د نصاب تدریس سربېره، اصلاحي او تربیوي بیانونه او د کارکوونکو د سیرت او صورت څارنه ترسره شوې ده. له ۷۸ ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه شوې، مبلغین ټاکل شوي او پخواني مبلغین هڅول شوي ترڅو په خپلو دندو کې جدي هلې ځلې وکړي. 
سربېره پر دې، د مبلغینو د شهرتونو راټولول، د دعوت او ارشاد ازموینو اخیستل او د پایلو توحید، د دویمې ربعې او ربعوارو راپورونو ترتیب او لېږل او له ولسوالیو سره د فعالیتونو د تعقیب او همغږۍ چارې هم ترسره شوې دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS