د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت کارپوهانو سرپل ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې برخې کارپوهانو سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې پوهنې رئیس محترم مولوي رحمتالله جابر، د برنامو له آمرينو او د پوهنې ریاست له مدیرانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د کلني عملیاتي پلان د لومړیتوبونو د پلي کېدو بهیر وڅېړل شو او د فعالیتونو د چټک تعقیب، د بېلابېلو برخو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او ټاکل شویو موخو د تحقق پر اړتیا ټینګار وشو.
