د لوګر په ۱۵۰ ښوونځیو کې د حی علی الفلاح په نوم دیني سیالۍ پیل شوې

media-moe
Mon, May 27 2019 12:32 PM
د لوګر په ۱۵۰ ښوونځیو کې د حی علی الفلاح په نوم دیني سیالۍ پیل شوې

د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ۱۵۰ دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د حی علی الفلاح په نوم دیني سیالۍ په لاره واچول شوې.
د یادو دیني سیالیو په پیل غونډه کې، چې د لوګر نوین په خصوصي ښوونځي کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د دې لېسې مدیر محمد نسیم عباسي او یو شمېر خبریالانو برخه اخیستې وه. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د دغو دیني سیالیو پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او د دا ډول سیالیو جوړول یې د زده کوونکو د فکري ودې او استعدادونو د غوړولو په برخه کې مهم کار وباله.
د پوهنې رئیس وویل،چې په را روانه اوونۍ کې به د مرکز او ولسوالیو د پاتې ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ ورته نورې سیالۍ هم جوړې شي. 
دغه دیني سیالۍ د پوهنې ریاست په نوښت د لوګر نوین د خصوصي لېسې په مالي مرسته پر لاره اچول شوي ، چې د روژې مبارکې میاشتې تر ۲۷ مې نېټې به دوام وکړي. 
په دغو سیالیو کې د ۵۰۰ نجونو په ګډون ۲۵۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې ده، چې له سیالیو څخه موخه د روژې مبارکې میاشتې درناوی او د خوږ نبي اکرم ﷺ د سیرت پېژندل دي. 
یادې سیالۍ د ازموینې په بڼه دي، چې پایلې به یې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې اعلان شي او د لوړو نومرو اخیستونکي زده کوونکي به په کې وستایل شي. 
د یادونې وړده، چې په تېروکلونو کې هم د لوګر د دولتي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ ورته سیالۍ جوړې شوي دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS