په هرات کې د یوه ښوونځي د ودانۍ ترمیم او بیارغونې پروژه پیل شوه
د هرات ولایت چشت شریف ولسوالۍ اړوند اسفرز هلکانو لېسې د ودانۍ ترمیم او بیارغونې چارې د ۲ میلیونه او ۳۲۸ زره افغانیو په لګښت رسماً پیل شوې.
د مسوولینو په وینا، د یادې پروژې لګښت د پوهنې وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي او موخه یې زدهکوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول دي.
