دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې دښوونځیو کلنۍ ازموینې پېل شوې

media-moe
Thu, May 23 2019 11:38 AM

دازموینو دپېل په مراسمو کې چې د جلال اباد ښار په بي بي زینب لېسه کې جوړ شوي وه د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی زده کوونکو او ښوونکو ته د یو ښوونیز کال د پای ته رسیدو له امله مبارکي وویله او هیله یې وکړه چې ازموینې به د صمیمیت په فضا کې تیرې شي .
دپوهنې ریس ښوونکي او امنیتي ځواکونه د هیواد رښتیني بچیان یاد کړل ویې ویل امنیتي ځواکونه په خورا مېړانه او سرښندنه د هیواد ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه کوي او ښوونکي ددې وطن نسل له تیارو راوباسي او ټولنې ته یې د یو سالم او په کار پوه انسان په توګه د خدمت لپاره وړاندې کوي.
دپوهنې ریس ښوونکو ته په خطاب کې وویل ازموینه نه یوازې داچې د زده کوونکو د پوهې کچه معلوموي بلکې دښوونکو لپاره یوه ارزونه هم ده او ښوونکي باید له هرې ازموینې وروسته د ځان ارزونه وکړي چې څومره په خپلو درسي پلانونو او زده کوونکو ته دپوهې او تجربو په لیږد کې بریالي او یا پاتې راغلي دي. هغه همدا راز د دولسمو ټولګیو نجونو زده کوونکو ته په خطاب کې وویل تاسو باید ددولسم ټولګي په فراغت بسنه ونکړئ، بلکې اوسمهال په افغانستان کې د لوړو زده کړو ترسره کولو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي او نجونې باید له دې اسانتیاوو ګټه پورته کړي.
هغه همدا راز وویل افغانستان دا مهال لوستو میرمنو ته په بېلابېلو برخوکې اړتیا لري او څومره چې نجونې خپلې لوړې زده کړې تر سره کوي په هماغه کچه ورته د خدمت کولو زمینې هم برابریږي.
حسیب الله شینواري وویل سږ کال د ننګرهار ولایت دتودو سیموېه (۶۲۳) بابه ښوونځیو کې کلنې ازموینه تر سره کیږي چې پکې د(۲۰۸۴۹۲) تنو نجونوپه ګډون (۵۷۷۹۷۷) تنه زده کوونکي برخه لري او ددغو زده کوونکو دازموینې بهیر د (۱۶۳۳) تنو میرمنو په ګډون د (۱۱۲۰۰) تنو ښوونکو له لورې پر مخ بیول کیږي.
ټاکل شوې چې دا ازموینې د روانې جوزا میاشتې پر نولسمه نیټه پاې ته ورسیږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS