د کابل ښار د یو شمېر مدارسو له څلورنیم میاشتنیو ازموینو څارنه وشوه
د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس محترم الحاج مفتي محمد یوسف ثاقب، د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د سید المرسلین دیني مدرسې او د ترتیل القرآن دارالحفاظ د څلورنیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس، د یادو تعلیمي مرکزونو له مسوولینو څخه په ازموینو کې د روڼتیا د تأمین له امله د خوښۍ او مننې ترڅنګ، له طلابو وغوښتل چې خپلو زدهکړو ته جدي پام وکړي او درسونه یوازې د ازموینې او نمرو ترلاسه کولو لپاره ونه لولي.
