په بامیان ولایت کې یو شمېر ښوونځیو ته ښوونیز وسایل توزېع شول
د بامیان ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي، چې د یاد ولایت د یکاولنګ او یکاولنګ دوم ولسوالیو ښوونځیو ته ښوونیز وسایل او تخنیکي تجهیزات وېشل شوي دي.
دغه اقدام د یوه خیریه بنسټ په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره شوی، چې له مخې یې د یادو ولسوالیو د ښوونځیو زدهکوونکو ته د قرطاسیې او نورو ښوونیزو توکو په ګډون ۲۱ قلمه ښوونیز وسایل ووېشل شول.
یادې مرستې د زدهکوونکو د ښوونیزو اړتیاوو د پوره کولو او د زدهکړو د بهیر لا ښه والي په موخه برابرې شوې دي.
