په خوست ولایت کې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې
د خوست ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د هغوی د تدریسي کیفیت ښه والي په موخه، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکو لپاره تعلیمي او روزنیزې غونډې پیل کړې.
په یاد پروګرام کې به د ۴۸ بابه ښوونځیو ټولټال ۶۳۵ تنه ښوونکي د علمي او مسلکي روزنو تر څارنې او لارښوونې لاندې راشي.
د یادونې وړ ده چې دغه ښوونکي د هغو ۱۲۴۲ تنو ښوونکو له ډلې څخه دي، چې له دې وړاندې یې هم د تدریسي مهارتونو او نویو ښوونیزو لارو چارو په برخه کې اړینې روزنې او ټرېننګونه ترلاسه کړي وو.
