په پکتیا ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
Sun, May 24 2026 10:08 AM
سیبلسی

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند د حبیب‌الله زرمتي لېسې لپاره د یوه کتابتون جوړولو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې مسووینو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه کتابتون چې د ۲ میلیونه او ۸۸۰ زره افغانیو په لګښت د زرمت ولسوالۍ د یوه علم‌پروره اوسېدونکي محترم عبدالرحیم، په مالي ملاتړ جوړېږي، د زده‌کوونکو لپاره به د مطالعې او علمي پرمختګ مناسب چاپېریال برابر کړي.
د پکتیا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم فاروقي، په خپلو خبرو کې د دغه معارف‌دوست هېوادوال له مرستو مننه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د هېواد د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره لا زیاتې همکارۍ وکړي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS