د بامیان ولایت ښوونځیو ته د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درسي او اداري وسایل وویشل شول
د بامیان ولایت په ۸۷ بابه ښوونځیو کې د درسي، اداري وسایلو او د کتابتونونو د تجهیزاتو یوه ټولګه، چې ارزښت یې ۴۰ میلیونه افغانۍ دی، وېشل شوې ده.
د دغه پروګرام له مخې، شاوخوا ۳۱ زره زدهکوونکو، ۱۴۵۹ ښوونکو او ۱۳۰۵ درسي ټولګیو ته اړین درسي او تعلیمي مواد برابر شوي دي، چې د دغه ولایت درې ولسوالیو ښوونځي تر پوښښ لاندې راولي.
