د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
Tue, Apr 28 2026 3:10 PM
5415

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي همکارۍ ترسره کېږي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د خلکو له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې د خلکو په ملاتړ د تعلیمي بنسټونو د ودې او پراختیا بهیر لاپسې چټک کېږي.
د بکخېل ولسوالۍ پوهنې آمر ویلي چې د یادې مدرسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې او همدارنګه به یو کتابتون هم جوړ شي، تر څو زده کوونکي د مطالعې لپاره له یو مناسب ښوونیز چاپېریال څخه برخمن شي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د همدې ولایت په اومنه ولسوالۍ کې د خلکو په همکارۍ د یوې مدرسې او یو محراب جومات جوړولو کارونه پیل شوي وو.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS