د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

media-moe
Sat, Apr 25 2026 2:35 PM
546

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي مهرو ا/امارتي ښوونځيو او پردیس، حدیقه الایمان، حکیم زاده، وفاق، کانوال، کلید معرفت خصوصي ښوونځیو او هلال سنټر، وفاق، پرورش ذهن او آموزګار تعلیمي کورسونو څخه لیدنې ترسره کړې.
د دغو لیدنو پر مهال د زده‌کوونکو سیرت، صورت، نظم، ډسپلین او اخلاقي وضعیت په هر اړخیز وارزول شو او د ښوونیز چاپېریال لا ښه‌والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې.
همداراز، د تعلیمي بهیر د کیفیت لوړولو لپاره د تقویتي نصاب په ځینو برخو کې د اصلاح او تعدیل هدایات ورکړل شول، ترڅو د زده‌کوونکو دیني، اخلاقي او فکري روزنه لا پیاوړې او د ښوونې او روزنې بهیر په اغېزمن ډول پر مخ ولاړ شي.
په ورته مهال، د یادو ښوونیزو مرکزونو لپاره د دعوت او ارشاد د فعالیتونو د منظم تطبیق په موخه مبلغان وټاکل شول، تر څو د دعوت او ارشاد د نصاب د تدریس چارې پر مخ یوسي او د زده‌کوونکو تر منځ فکري، اخلاقي او اصلاحي بهیر لا پیاوړی شي.
سربېره پر دې، د دعوت او ارشاد ریاست مسوولینو لخوا، د پوهنې وزارت مرکزي هستې اړوندو کارکوونکو ته مهم شرعي مسایل تشرېح او اصلاحي بیانونه هم ترسره شول، چې موخه یې د ښوونیزو مرکزونو د منسوبینو او کارکوونکو دیني پوهې لوړول، د نصاب د ښه تطبیق تضمین او د اصلاحي فعالیتونو پیاوړتیا وه.
د پوهنې وزارت له ولایتي ریاستونو ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د دعوت او ارشاد مسئولینو په ټولو ولایتونو کې د نصاب د تدریس ترڅنګ اصلاحي بیانونه، دیني ارشادات او اصلاحاتي پروګرامونه په منظمه توګه تطبیق کړي، چې پایلې یې مثبتې ارزول شوې دي.
د یادو هڅو په پایله کې د کارکوونکو دیني پوهه پیاوړې شوې، د ښوونیز نصاب تطبیق اغېزمن شوی او د اصلاحي پروګرامونو د اغېزمنتیا څرګندې نښې لیدل کېږي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS