د څلورو تړل شویو ښوونځیو له بیا پرانېستلو سره څه باندی ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

media-moe
Mon, May 13 2019 10:40 AM
 د څلورو تړل شویو ښوونځیو له بیا پرانېستلو سره څه باندی ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د پکتیکا ولایت د بر مل سرحدي  ولسوالۍ دکیوخیل، منګړتي، دادګري او اتمانزي لومړني  او منځني ښوونځی چې له تیرو څو کلونو راهیسې د یو لړ لا ملونو له امله ټرلي وه، بیرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوه.

یاد ښوونځي د پوهنې ریاست، ولایتي مسوولینو، دسيمې قومي مشرانو او ښوونځیو شوراګانو په هلو ځلو بیرته پرانېستل شوې، چې ځه باندې ۱۵۰۰ زده کوونکو ته پکې د بیا زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي دي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ښوونځيو پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.  

دسيمې او سېدونکو او قومي مشرانو دیاد ولایت د پوهنې ریاست ته د ښوونځیو د فعاله ساتلو ډاډ ورکړي او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به هر ډول مرسته او همکاري کوي.

د یاده ولو وړ ده، چې په روان کال کې په وازیخوا ولسوالۍ کې هم دري بابه تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بیر ته پرانیستل شویدي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS