پکتیا کې ۳۱۱۷۲ تنه ماشومان په بیلابیلو ښوونځیو کې نوي شامل شوي
د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې په ۱۳۹۸ تعلیمی کال کې یو دېرش زره یو سلو دوه اویا (۳۱۱۷۲) تنه ماشومان په بیلابیلو ښوونځیو کې نوي شامل شويدي.
د پکتیا پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د یوې ناستې په ترڅ کې ګډونوالو ته د ۱۳۹۸ کال د لاسته راوړنو په تړاو په خپلو خبرو کې وویل: چې سږ کال (۳۱۱۷۲) یو دېرش زره یو سلو دوه اویا زده کوونکي نوي په ښوونځیو کې شامل شوي دي. د ښاغلي کوچي په خبره په دې شمیر زده کوونکو کې۲۱۳۴۲ یې هلکان او ۹۸۳۰ تنه یې نجونې دي.
د پوهنې رییس زیاته کړه، چې د پکتیا پوهنې ریاست په دې لټه کې دی چې د ټولو ښوونځیو د زده کوونکو لپاره غوره درسي چاپیریال رامنځته کړي تر څو زده کوونکي په ښه شان خپلې زده کړې پر مخ یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولایت په ټولو ښوونځیو کې ۲۶۱۲۴۶ تنه زده کوونکي خپلې زده کړې پر مخ وړي چې ددې له ډلې ۱۶۲۶۵۹ تنه یې هلکان او ۶۷۴۱۵ تنه یې نجونې دي.
