په تخار ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د تخار ولایت پوهنې ریاست د راستنو شویو کډوالو ماشومانو لپاره د زدهکړو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۵۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د ازموینې ګډونوال هغه زدهکوونکي وو چې، له ګاونډیو هېوادونو څخه د ایستلو او هېواد ته د بېرته راستنېدو له امله له زدهکړو پاتې شوي وو، اوس د تعلیمي فرصتونو په برابرېدو سره کولای شي، د یادې ازموینې تر ترسره کولو وروسته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
هغوی زیاته کړه؛ پلان شته چې د دې پروسې ګډونوال د هغوی د تعلیمي کچې له مخې د یاد ولایت د ښوونځیو له اووم تر دولسم ټولګیو پورې شامل شي.
