د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا
د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبانالعلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول کېږي، چې خپل شکایتونه د یاد وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت اړوند فورم په ډکولو سره، د ۱۴۴۷/۱۰/۱۰ څخه تر ۱۴۴۷/۱۰/۲۰ نېټې پورې ثبت کړي او له یادې نېټې وروسته به د هغوی شکایتونه د منلو وړ نه وي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
