په ننگرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو
د یو همکار بنسټ لخوا په ننګرهار ولایت کې «د ښوونې او روزنې مؤثره ودې » تر سرلیک لاندې درې ورځنی تعلیمي ورکشاپ پیل شو.
په یاد ورکشاپ کې د همدغه ولایت د شپږو ولسوالیو ۱۲۶ تنه مدیران او سرښوونکي ګډون لري.
د ننګرهار پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي، د ورکشاپ په پرانیستونکو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل چې، له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته او ترلاسه شوې تجربې په خپلو تعلیمي ادارو کې پلې کړي.
