د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې
یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او ماکاروني شامل وو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمتالله جابر، د دغو مرستو د وېش په مراسمو کې د یاد بنسټ له دغه نېک اقدام څخه مننه وکړه او د بېوزلو سره مرسته یې، په ځانګړي ډول د روژې مبارکې میاشتې پرمهال، یو ارزښتناک او انساني عمل وباله. نوموړي له نورو خیریه ادارو او سوداګرو څخه هم وغوښتل چې په دې مبارکه میاشت کې د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي او د ټولنې له کم عاید لرونکو قشرونو سره مرسته وکړي.
