د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو، د ځايي ادارو د استازو او د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې آمر وایي: دغه ودانۍ به د ۸ اداري خونو او نورو اړوندو ملحقاتو په لرلو سره د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت، د معارف د غړو، ځايي مسئولینو او د ولسوالۍ د اوسېدونکو په ملاتړ او همکارۍ جوړه شي.
د پوهنې وزارت د غور ولایت اوسېدونکو له لوري د هېواد له ښوونیز نظام څخه د هغوی د ملاتړ څخه هرکلی کوي.
