په هرات ولایت کې د ښوونځیو د صنفي اصولو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره شو.
د هرات ولایت مرکز په شمول د غوریان او پښتون زرغون ولسوالیو د ښوونځيو د صنفي اصول ۳۰۸ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زدهکړې او تدریس ته وده ورکول» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ، چې موخه یې د ښوونکو د تدریسي او علمي مهارتونو لوړول او د ښوونځیو د تدریس کیفیت ښه کول دي، جوړ شو.
د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي رحمتالله جابر، په خپلو خبرو کې د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو پر اهمیت ټینګار کړ او وویل چې د دې ډول پروګرامونو جوړول په ښوونځیو کې د پوهې، تدریسي مهارتونو او د زدهکړې کیفیت ښه کولو کې مهم رول لري او باید په دوامداره توګه ترسره شي.
ویل کېږي چې په همدې مهال، د ښار او د غوریان او پشتونزرغون ولسوالیو ۶۵ تنو مدیرانو او سرښوونکو هم د ظرفیت لوړولو پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډون درلود.
