د ولایتونو پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه

media-moe
Thu, Feb 19 2026 11:12 AM
151514

هلمند
په هلمند ولایت کې له ۷۰ تنو هغو افغان زده‌کوونکو څخه چې تازه له کډوالۍ راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې مسئولینو وویل، له علمي ارزونې وروسته به دغه زده‌کوونکي د خپلو تعلیمي وړتیاوو له مخې اړوندو ټولګیو کې شامل شي.

غزني
په غزني ولایت کې، د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د «شهید عبدالرحمن» دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو لپاره یو جریب ځمکه د سیمې د یوه سوداګر محترم حاجي جیلاني له لوري وقف شوې ده، چې ارزښت یې له یو مېلیون افغانیو څخه زیات اټکل شوی.

لوګر
د یو مرستندویه بنسټ له خوا په لوګر ولایت کې د ۲۹۰ بابه ښوونځیو ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره، د حفظ‌الصحې د مراعاتولو او د ناروغیو او انتاناتو د مخنیوي په موخه ۴۱ زره ۳۲۸ کلچې صابون مرسته ترسره شوه.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS