د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د مدارسو د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو اړوند۴۳ خالي بستونو لپاره ازموینه واخیسته
د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د مدارسو مسلکي پراختیا اړوند ۲۸ بستونو لپاره له نوماندانو رڼه ازموینه واخیسته، چې له دې ډلې ۱۴۳ تنه یې د شرایطو وړ وګڼل شول.
همدارنګه د مدارسو د مهتممینو، حافظانو او مدرسینو ۱۵ بستونو لپاره، چې له دې ډلې ۷۵ تنه نوماندان تشخیص شول، په شفاف ډول ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د چارواکو، د پوهنې وزارت اسلامي زدهکړو معینیت پلاوي، استادانو او د ولایت د یو شمېر مشهورو علماءکرامو په حضور کې ترسره شوه.
