فاریاب ولایت کې د ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۵ تعلیمي او اداري مرکزونو بیارغونه بشپړه شوه
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت ریاست د راپور له مخې، په روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۶ مېلیونه ۳۲۷ زره ۳۲۱ افغانیو په ټولیز لګښت په فاریاب ولایت کې، د ۴ تعلیمي مرکزونو او یوې اداري ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې وې، چې اوسمهال د پورته ذکر شویو ادارو جوړولو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
