په کونړ ولایت کې د ۲ بابه دیني مدارسو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کونړ ولایت په مرکز اسدآباد ښار او دانګام ولسوالۍ کې د پوهنې چارواکو او ځایي خلکو په حضور کې د ۲ بابه دیني مدارسو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پورته ذکر شوې مدرسې ودانۍ چې بنسټ ډبره یې د ځایي خلکو لخوا په وقف شوې ځمکه کې اېښودل شوې، په پلان کې ده چې د خلکو په ملاتړ جوړه او په پایله کې طلابو ته د دیني زدهکړو زمینه برابره شي.
