په خوست ولایت کې د څه کم ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت تعلیمي مرکزونه ترمیم شول
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال په سپېره ولسوالۍ کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله) د دیني مدرسې ترمیم او بیارغونه، د هلکانو مرکزي او د ځاځي میدان ولسوالۍ د سیتیون لېسو ودانۍ رغنیزې چارې چې د افغانستان اسلامي ا.مارت له بودیجې څخه د ۳ مېلیونه او ۶۴۳ زره ۳۷۰ افغانیو په لګښت پیل شوې وې. په دې وروستیو کې د ۲ بابه ښوونځیو ودانۍ ترمیم او د پورته ذکر شوې مدرسې بیارغونه به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې، پوهنې وزارت په ټول ملک کې د هېوادبچیانو لپاره د متوازنو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې له ټولو علم دوسته خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي.
