جوزجان ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه
د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ اړوند جنگلاریغ وطنی لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره پوهنې چارواکو لخوا کېښودل شوه.
په یادو مراسمو کې د جوزجان پوهنې رئیس محترم الحاج مولويلعلجان راشد، د پروګرامونو مدیرانو، یو شمیر دینيعلماءکرامو، سیمهییزو مشرانو او د ښوونځي کارکوونکو ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې محترم رئیس په خپله وینا کې وویل: دغه ودانۍ چې ۴ درسي خونې به ولري، د ځایي خلکو په مالي مرسته جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې له ۲۳۰ تنو څخه زیاتو زدهکوونکو ته معیاري تعلیمي سرپناه برابره شي.
