د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د پروان ولایت اړوندو دیني مدارسو له ازموینو بهیر څخه څارنه وکړه
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو له پروسې څخه د څارنې، ارزونې او بیاکتنې لپاره پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ.
نوموړي د چاریکار ښار په عیدګاه جومات کې د پورته ذکر شویو ازموینو د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پرمهال څرګنده کړه چې، د ښوونیز نظام د کیفیت په ارزونه کې د ازموینو پروسه ځانګړی اهمیت لري او په یاده پروسه کې یې د روڼتیا، عدالت او نظم په اړتیا ټینګار وکړ.
د پوهنې وزارت محترم معین، د یاد ولایت له پوهنې چارواکو څخه وغوښتل چې، د ازموینې دغه پروسه صداقت، روڼتیا او عدالت ته په بشپړ درناوي سره پلي کړي.
