په سمنګان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ جوړ شو
د ښوونکو علمي او مسلکي کچې لوړولو په موخه، د سمنګان ولایت پوهنې ریاست په څلورو ولسوالیو کې، د ساینس او ریاضياتو ۶۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو شپږ ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.
یاد ورکشاپ د سمنګان ولایت پوهنې ریاست لخوا پیل شوی او د پلي کولو پروسه یې د ساینس عمومي مدیریت مسلکي غړو لخوا ترسره کېږي.
د دغه پروګرام له ترسره کولو اصلي موخه، د تدریسي مېتودونو ښه کول، د ښوونکو مسلکي مهارتونه پیاوړي کول، په ساینس او ریاضي مضمونونو کې د ساینسي پوهې کچې لوړول او په ښوونځیو کې د زدهکړې کیفیت پیاوړتیا ده.
