په ځینو ولایتونو کې د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینارونه جوړ شول
د ښوونځیو د مدیرانو او ښوونکو د وړتیا لوړولو په برخه کې د ولایتي پوهنې ریاستونو د پلانونو پر بنسټ، د پکتیکا، لوګر، دایکنډي، نورستان او میدان وردګ ولایتونو د پوهنې ریاستونو لخوا اداري کارکوونکو او ښوونکو لپاره د تعلیمي، مسلکي، اداري او تدریسي وړتیا لوړولو سیمینارونه تنظیم شوي دي، چې شپږ ورځې دوام کوي.
د ذکر شویو ولایتونو پوهنې چارواکو په وینا، د ظرفیت لوړولو دغه پروګرامونه، اداري کارکوونکو ته په اداري چارو اساساتو او ښوونکو ته په عصري تدریسي مېتودونو برخو کې روزنه ورکوي.
