د  داوطلبۍ اعلان

media-moe
Sun, Dec 14 2025 11:35 AM
519

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست، د ۴ پایې کمپیوټرونو، پرنټرونو، سکنرونو او پروجکټرونو پېرودلو پلان لري.
د یاد ولایت پوهنې ریاست ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د پورته ذکر شویو توکو د تدارکاتو لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي، شرط پاڼه د ۵۰ افغانیو په بدل کې ترلاسه کړي او د دواطلبۍ په هکله خپل وړاندیزونه د اعلان له نېټې څخه د ۱۴۰۴ ل.کال د مرغومي میاشتې د ۱۱مې نېټې تر سهار ۱۰:۰۰ بجو پورې، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم په تړلي بڼه د فاریاب ولایت پوهنې ریاست، مالي او اداري آمریت ته  چې په میمنې ښار کې د پولیسو امنیې قومندانۍ مخې ته موقعیت لري، وسپاري.
 ناوخته او آنلاین انټرنټي وړاندیزونه د اعتبار وړ نه دي.
د بانک تضمین د ۳۵۰۰۰ افغانیو د تضمین په بڼه دی او د داوطلبۍ پرانیست غونډه به د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴.ل کال د مرغومي میاشتې په ۱۱مه نېټه د سهار ۱۰:۰۰ بجو د فاریاب ولایت پوهنې ریاست په مالي او اداري آمریت کې ترسره شي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS