په بدخشان ولایت کې د ۶۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه
پوهنې وزارت، د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ اړوند د مرکزي عالي لېسې زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو پراختیا او د زدهکړې چاپېریال ښهوالي لپاره، د ۶۲۶ زره۸۵۰ افغانیو په لګښت د همدغه ښوونځي ودانۍ بیارغونه بشپړه او د پوهنې چارواکو په حضور کې بیا پرانیستل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد په وینا، د بیارغونې د کار ټول تخنیکي پړاوونه په دقت سره څارل شوي او د ودانیو، اوبو رسولو سیسټمونو او نورو تاسیساتو بیارغونه د انجنیري معیارونو سره سمه ترسره شوې ده.
