د پکتیکا ولایت په چهاربران ولسوالۍ کې د یوې مدرسې جوړېدلو لپاره درې جریبه ځمکه وقف او د ودانۍ جوړېدو کارونه یې پیل شول

media-moe
Tue, Dec 09 2025 2:59 PM
5485

د چهاربران ولسوالۍ د ابن‌عباس (رضی‌الله‌ عنه) مدرسې لپاره د ځایي خلکو له لوري درې جرېبه ځمکه وقف او په ورته مهال په کې د مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړېدو کارونه هم پیل شول.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د یادې ولسوالۍ ولسوال، پوهنې مسئولین، د ځايي ادارو استازي، د سیمې مشران او علماء کرامو ګډون درلود.
د پوهنې مسئولینو وویل، چې دا ځمکه د خلکو له لوري مدرسې ته وقف شوې ده، ترڅو د طلابو د زده‌کړې د ځای کمښت ستونزه حل او یو سالم ښوونیز چاپېریال د هغوی د روزنې لپاره برابر شي.
د ولسوالۍ پوهنې آمر او نورو ویناوالو د خلکو له دغه نېک اقدام څخه د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د خپل توان په حدودو کې به له دغې مدرسې سره همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS