د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس د پکتیکا ولایت له ودانیزو پروژو څخه ارزونه وکړه

media-moe
Sun, Dec 07 2025 2:53 PM
5165

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع‌الحق حماس په مشرۍ د یاد وزارت تخنیکي ټیم، د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د تعلیمي ودانیو جوړولو بهیر څارنه وکړه، کوم چې د پوهنې وزارت سره د همکارې یوې ادارې لخوا جوړېږي.
د یادې لیدنې په جریان کې، د کیفیت، د کار سرعت او د تخنیکي معیارونو سره سم تطبیق په اړه هر اړخیزې بیاکتنې ترسره او د یادو پروژو د ښه پلي کولو لپاره اړینې سپارښتنې ورکړل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د پوهنې وزارت د ودانیزو پروژو په اړه د پوهنې وزارت تخنیکي ټیم څارنه د ودانیو معیاري کولو په لور یو ارزښتناک ګام وباله او پکتیکا ولایت ته یې د یاد پلاوي د سفر هرکلی وکړ.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS