په جوزجان ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د سیمه‌ییزو او چټکو زده‌کړو ټولګي تاسیس شول

media-moe
Sun, Nov 30 2025 3:05 PM
یسظبرظط

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست، د ملاتړ کوونکو ادارو په همکارۍ، په یاد ولایت کې د مدارسو او ښوونځيو تر څنګ د سیمه‌ییزو، چټکو او مخکې له ښوونځي څخه د زده‌کړې ټولګي پراخ کړي دي؛ هغه نوښت چې زده‌کړې ته د ماشومانو لاسرسی او په محرومو سیمو کې د تدریس کیفیت یې د پام وړ ښه کړی دی.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد وايي چې پورته ذکر شوي ټولګي د زده‌کوونکو د ښوونیزو ستونزو حل کولو، د ماشومانو د ملاتړ او تعلیمي تشو ډکولو په موخه جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې، په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو او مدارسو تر څنګ ټولټال ۲۷۰ سیمه ییز ټولګي، ۶۲ د چټکو زده‌کړو ټولګي او ۱۳ له ښوونځي څخه د مخکې زده‌کړو ټولګي جوړ شوي دي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS