د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ښوونځیو خزاني فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
Tue, Nov 18 2025 10:49 AM
545

د خزاني فوټبال سیالۍ، چې تېره اوونۍ د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ۱۰ بابه لېسو د سپورټي لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د پوهنې وزارت د بدني روزنې د چارواکو په ګډون سره پای ته ورسېدې.
په یادو مراسمو کې د پغمان ولسوالۍ پوهنې چارواکو، ښوونکو او د ښوونځیو زده کونکو او یو شمیر سپورټي مینه والو ګډون درلود.
د ټورنمنټ په وروستۍ لوبه کې، د پیشکسوت، پغمان او شرق لېسو لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې، د دواړو لوریو د نه ستړې کېدونکې هڅو په پایله کې، د پغمان عالي لېسې لوبډلې وکولای شول، چې مخالفې لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړي او دغه سیالي وګټي.
د سیالۍ ګټونکي د چارواکو لخوا د سپورتي ډالیو په ورکولو سره وهڅول شول.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS