په بغلان ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ اړوند د صیاد لېسې بنسټ ډبره د پوهنې رئیس محترم مولوي سید حفیظ الله «معتصم بالله» له لوري په داسې مراسمو کې کښېودل شوه چې د پوهنې مسئولینو ترڅنګ، دینی علماءکرامو، د سیمهییزو ادارو یو شمېر چارواکو او د خلکو استازو هم پکې ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغې لېسې ودانۍ به ۱۰ درسي ټولګي، ۲ لابراتوار خونې، ۴ اداري خونې او نور اړین تاسیسات ولري.
د دغې ودانۍ لګښت ۲۷۰ زره ډالر اټکل شوی او تمه ده چې یو مرسته کوونکی بنسټ به د هغو د لګښتونو مسئولیت په غاړه واخلي.
