د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست تخنیکي پلاوي نورستان او کونړ ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Mon, Nov 17 2025 2:44 PM
ظ\زظط

د پوهنې وزارت د مالی او حسابداري رئیس محترم مولوي صدرالدین سعد په مشرۍ د یاد ریاست تخنیکي ټیم، نورستان او کونړ ولایتونو ته رسمي سفر وکړ او د دغو ولایتونو د پوهنې مالي او تدارکاتي بهیر یې په هر اړخیزه توګه و اروزاوه.
همدارنګه یاد پلاوي په دواړو ولایتونو کې د ۱۴۰۴ مالي کال بنسټیزې برخې چې پکې، د بوديجې د مصرف او تنظیم حالت، د پلان شويو تدارکاتي پروژو پرمختګ، د معاشاتو د ورکړې بهیر، له فتحې وروسته د ۳۱ میاشتو تقاعد تطبیق، د لیلیې لرونکو مدارسو د بدل اعاشې وضعیت او یو شمېر نورې برخې شاملې وې، په بشپړه توګه وڅېړلې. 
په پای کې، د پلاوي موندنې او عملي حل لارې د پورته ذکر شویو ولایتونو له پوهنې مسئولینو سره شریکې شوې، چې د چارو لا ښې همغږۍ او شفاف تطبیق لپاره اغېزمنې وبلل شوې.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS