په پکتیکا ولایت کې ۲۵۰ پایې مېزونه او څوکۍ ښوونځیو ته ووېشل شوې
د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو ښوونځیو ته ۲۵۰ پایې مېزونه او څوکۍ وېشل شوي دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وايي، د دغو مېزونو او څوکیو وېش اساسي موخه، د زدهکوونکو لپاره د مناسب درسي چاپېریال برابرول او د هغوی اساسي اړتیاوو پوره کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت څو ورځې وړاندې هم ۱۰۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ د همدغه ولایت ښوونځیو ته وېشلې دي.
