په تېرو ۵۰ ورځو کې د لوګر ولایت له پوهنې سره ۲ مېليونه او ۲۴۳ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې
د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د یاد ولایت معارفپالو خلکو له لوري په نږدې دوه مياشتو کې شاوخوا ۲ مېليونه او ۲۴۳ زره افغانۍ له پوهنې ریاست سره مرسته شوې ده.
دغه مرستې د پوهنې ریاست په همغږۍ د ښوونیز بهیر ملاتړ، د زدهکړو لپاره اسانتیاوو برابرولو، د زدهکوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو او د هغوی د نورو تعلیمي اړتیاوو پوره کولو په موخه لګول شوې دي.
له پورته ذکر شویو مرستو څخه د یو شمېر دیني مدارسو او ښوونځیو لپاره اداري او تدريسي خونې جوړې شوې دي، د ځینو نورو ټولګیو د جوړېدو کار روان دی، په یو شمېر ښوونځیو کې منظم د اوبو او سولري برېښنا سیسټم فعال شوی او ځینې نور ښوونځي د اړینو وسایلو په برابرولو سمبال شوي دي.
یاده دې وي، چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د خلکو مرستې د لوګر له پوهنیز بهیر سره زیاتې شوې دي او یوازې د همدې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۸ مېليونه افغانۍ نغدې مرستې هم د دغه ولایت له پوهنې سره شوې دي.
