د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس په رسمي سفر کندهار ولایت ته لاړ

media-moe
Sat, Nov 08 2025 2:00 PM
5745

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه‌خان سروري په مشرۍ یو پلاوي کندهار ولایت ته رسمي سفر وکړ.
یاد پلاوي د کندهار ولایت پوهنې ریاست له منسوبینو، ښوونکو، دینی علماءکرامو او استادانو سره یوه مهمه، علمي او ارزښتناکه ناسته وکړه.
ناسته د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي مفصله وینا وکړه او د پوهنې په برخه کې یې د اسلامي ا.مارت د مشرتابه ځانګړې پاملرنه وستایله او هغه ارزښتمن کتابونه یې ګډون‌والو ته تشرېح کړل، کوم چې د اسلامي امارت عالیقدر رهبر له لوري لیکل شوي دي. 
همدارنګه نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه کتابونه باید په مدارسو او ښوونځيو کې تدریس او په عملي ډول تطبیق شي.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري هم وینا وکړه او له استادانو او علماءکرامو یې وغوښتل، چې نوی نسل د اسلامي تفکر او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وروزي.
یاده ناسته په مبارکې دعائیې پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS