د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو
د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند د کمال خېل منځني ښوونځي لپاره د ۵.۵ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
د لمریزې برېښنا دغه نوی سیسټم د ښوونځي د مدیر، ښوونکو او سیمهییزو علم پروره خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۱۱ زره افغانیو په لګښت فعال شو، چې ۸ لمریزې تختې او نور اړین تجهیزات پکې شامل دي.
فعال شوی سیسټم د ۵.۵ کیلو واټه برېښنا تولید ظرفیت لري، چې د ښوونځي د اداري او درسي خونو لپاره یې د اړتیا وړ برېښنا چمتو کړې ده.
